د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهم ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته به په ۲۰۲۷ کال کې د برېتانیا په کوربهتوب د جي شل ډلې کلنۍ غونډې ته بلنه ورنه کړل شي.
برنهم ټینګار کړی، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله پوتین ته د دغې غونډې بلنه ورکول مناسب نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال په سپټمبر کې ویلي وو، چې پوتین ته یې په ډیسمبر میاشت کې د امریکا په میامي ښار کې د جي شل غونډې ته د ګډون بلنه ورکړې ده.
د روبیو په وینا، په دې غونډه کې به پوتین وکولای شي له ډونالډ ټرمپ او نورو نړیوالو مشرانو سره وګوري او خبرې وکړي.
روسیه پر اوکراین د پوځي یرغل له امله د لوېدیځو هېوادونو د سیاسي فشارونو او انزوا هڅو سره سره، لا هم د جي شل ډلې غړیتوب لري.
د دې ډلې کوربه هېوادونه معمولاً ټولو غړو ته د کلنۍ غونډې بلنه ورکوي.
ټاکل شوې د جي شل راتلونکې کلنۍ غونډه د ۲۰۲۷ کال په نومبر کې د برېتانیا په مانچسټر ښار کې جوړه شي.


