د دوحې پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه دوه ورځنۍ ناسته په ازبکستان کې پیل شوه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، د دوحې پروسې تر چتر لاندې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، بدیل معیشت او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنۍ ناسته د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوې ده.
په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د اړوندو ادارو د استازو ترڅنګ د یوناما، نړیوالو سازمانونو، د دوحې پروسې د غړو هېوادونو استازو، د خصوصي سکتور غړو او متخصصینو ګډون کړی دی.

د ناستې اصلي بحثونه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معیارونو، تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، بدیل معیشت، اقتصادي ودې او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي پر لارو چارو راڅرخي.


