حوثیان له سعودي عربستان څخه د ۵۱ میلیارده ډالرو غرامت او د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي

0
35

د ایران ملاتړې حوثي ډلې له سعودي عربستان سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه په روانو مذاکراتو کې د ۵۱ میلیارده ډالرو مالي غرامت او د یمن د واکمن ځواک په توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

وال‌سټریټ ژورنال د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴مه د خبرو اترو له بهیر سره د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې حوثیان دغه مالي غوښتنه د سعودي عربستان د کلونو هوايي بریدونو او پر یمن د اوږدمهالو محدودیتونو د جبران په موخه مطرح کوي.

د راپور له مخې، که څه هم د مذاکراتو په لړ کې بېلابېلې مالي شمېرې وړاندې شوې دي، خو د احتمالي هوکړې ارزښت لا هم په لسګونو میلیارده ډالرو اټکل کېږي.

دغه خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې د سره سمندرګي او باب‌المندب تنګي په شاوخوا کې امنیتي کړکېچونو د سیمې د بې‌ثباتۍ اندېښنې زیاتې کړې دي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، پر ایران د امریکا او اسرائیل د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې هم د جګړې د پراخېدو وېره زیاته کړې او احتمال شته چې تهران حوثیان په سیمه کې د خپلو بریدونو زیاتولو ته وهڅوي.

د راپور له مخې، د حوثیانو اساسي غوښتنې دوه اړخونه لري؛ له سعودي عربستان څخه د جګړې د زیانونو په بدل کې د مالي غرامت ترلاسه کول او د یمن د واکمنانو په توګه د نړیوال سیاسي رسمیت ترلاسه کول.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ