د امریکا د ۲۰۲۶ کال د منځمهاله ټاکنو بهیر نن (سېشنبه، د نومبر ۳مه) پیل شوی، چې له مخې به یې د کانګرس د استازو مجلس ټولې ۴۳۵ څوکۍ، د سنا ۳۵ څوکۍ او په ۳۶ ایالتونو کې د واليانو څوکۍ د سیالۍ ډګر ته وړاندې شي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې تر ورځې پورې تر ۵۷ میلیونو زیاتو امریکایانو د حضوري مخکینیو رایو او پوست له لارې خپلې رایې کارولې دي.
دغه شمېر د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو د مخکینیو رایو له ۴۶ میلیونو څخه د پام وړ لوړ دی.
په دغو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات ګوندونو ترمنځ سیالي د کانګرس د دواړو مجلسونو پر کنټرول متمرکزه ده.
د ټاکنو پایلې به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې د پاتې دوو کلونو پر سیاسي تګلارې او په کانګرس کې د واک پر توازن مستقیم اغېز ولري.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د رایې ورکوونکو د ګډون کچه، د ژوند د لګښتونو لوړوالی او اقتصادي وضعیت د ټاکنیز بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي؛ خو د رایو وروستۍ پایلې به د رایو تر شمېرنې وروسته روښانه شي.


