د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د یوه ستراتیژیک کروز توغندي ازموینه کړې، چې د څو موخو لپاره د سرګلولې لرونکی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه توغندی په ځانګړي ډول له داسې سرګلولې سره سمبال شوی چې د بېلابېلو سیمو د په نښه کولو وړتیا لري.
د شمالي کوریا چارواکو ویلي، په دې ازموینه کې د توغندي د الوتنې ځانګړنې او له عمودي مسیر څخه د هدف د ویشتلو وړتیا هم ارزول شوې ده.
د یاد هېواد دولتي خبري اژانس د ازموینې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.


