ټرمپ: د ایران پوځي ځواک او دفاعي سیستمونه مو له منځه وړي

0
23

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې امریکايي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ایران پوځي وړتیاوو ته سخت زیان رسولی او د دغه هېواد د دفاعي جوړښتونو لویه برخه یې له منځه وړې ده.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې، چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې یې کړې، د یادو عملیاتو دفاع کړې او ویلي یې دي چې امریکا په ایران کې «حیرانوونکی» کار ترسره کړی دی.

نوموړي ادعا کړې چې د ایران پوځي ځواکونه، سمندري او هوايي ځواکونه او همداراز د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه له منځه تللي دي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې تېره شپه امریکا د ایران قشم ټاپو په نښه کړی او یو شمېر نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ