عراقچي: ایران د جګړې دفاع ته چمتو دی، خو ډیپلوماسۍ ته هم فرصت ورکوي

0
42

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، وایي چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د خپل وطن د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو تهران لا هم ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکوي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه یوه پیغام کې ویلي، ایران له منځګړو سره نږدې او پرله‌پسې اړیکې لري، څو داسې وړاندیزونه وارزوي چې له مخې یې د ایران اووه ورځنی پلان تر ټاکلې یوې اوونۍ هم په لږ وخت کې پلي شي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د خپل هېواد د دفاع لپاره چمتو دی، خو په ورته وخت کې هڅه کوي د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې د یاد پلان د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ