قطر تهران ته د جګړې د پای ته رسولو نوې مسوده وړاندې کړې

0
34

رویټرز د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې قطري منځګړو تهران ته له امریکا او اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې نوې مسوده وړاندې کړې ده.

د سرچینې په وینا، په مسوده کې د اووه ورځني مهال‌وېش او د باور جوړونې د ورځنیو ګامونو وړاندیز شوی او تمه ده ایران د روانې اوونۍ تر پایه خپل ځواب ورکړي.

خو یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، قطر یوازې «نظرونه» وړاندې کړي، نه رسمي وړاندیز.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

د راپور له مخې، امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې برخه ګڼي؛ خو تهران د امریکا د محاصرې او د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم په تهران کې له ایراني چارواکو سره د کړکېچ د کمولو په موخه خبرې کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ