ذبیح الله مجاهد ایلم نیوز ته:د سترګو د پردې د عملیاتو په اړه خپاره شوي راپورونه شایعه ده

0
12

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ایلم نیوز سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په افغانستان کې د سترګو د پردې عملیات منع شوي دي.

ښاغلي مجاهد دغه راپورونه یوازې «شایعه» بللې ده.

تر دې وړاندې، بریتانوي ټیلیګراف ورځپاڼې د اکتوبر پر ۲۷مه په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سترګو د پردې پر عملیاتو بندیز لګولی دی.

د راپور له مخې، دغه پرېکړه ښايي د هغو ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ کړي، چې د لید بېرته ترلاسه کولو لپاره دغو عملیاتو ته اړتیا لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ