د طالبانو حکومت: د کور ساتنې لپاره ورکړل شوې وسله د نورو موخو لپاره نه شي کارول کېدای

0
26

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هغو کسانو ته خبرداری ورکړی، چې د کور ساتنې په موخه یې د وسلې ګرځولو اجازه‌لیک ترلاسه کړی، چې له ورکړل شوې اجازې پرته دې له یادې وسلې استفاده نه کوي.

دغه وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، چې د کور ساتنې لپاره د ورکړل شوې وسلې کارول یوازې د خپل کور د ساتنې په موخه مجاز دي او د ځان، دوکانونو، سوداګریزو ځایونو یا نورو موخو لپاره د هغې کارول د نافذه اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که د وسلې د کارونې له ټاکل شویو اصولو سرغړونه ثابته شي، وسله به له اړوند کس څخه ضبط شي او له سرغړوونکي سره به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.

دغه وزارت له ټولو هغو کسانو غوښتي، چې د کور ساتنې لپاره یې د وسلې ګرځولو اجازه‌لیکونه ترلاسه کړي، د وسلې د کارونې اړوند اصول مراعات کړي او له هر ډول سرغړونې ډډه وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ