یو ځل بیا د پاکستان د بهرني سیاست او نړیوالو غونډو کې د دغه هېواد حیثیت تر پوښتنې لاندې راغلی.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یوې رسمي ناستې انځور پر ټولنیزو رسنیو توند غبرګونونه پارولي دي.
ګڼو پاکستاني کاروونکو د ناستې پر څرنګوالي نیوکې کړې او دا یې د پاکستان د ډیپلوماتیک وقار او تشریفاتي اصولو له نظره د بحث وړ او دې هېواد ته توهین بللی دی.
د دې موضوع په اړه د پاکستان دفاع وزیر هم غبرګون ښودلی، چې ورسره د انځور پر سر بحثونه لا تود شوي دي.
د پاکستان د لوړپوړو چارواکو د ناستې دا انځور اوس د اسلاماباد د ډیپلوماتیک دریځ او په نړیواله کچه د دغه هېواد د سیاسي انځور په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
خو ایا دا یوازې د یوې ناستې د ترتیب موضوع ده، که د پاکستان د ډیپلوماتیکو تشریفاتو په اړه د جدي بحث لپاره یو بل لامل؟
هغه پوښتنه چې وخت به یې ځواب کړي.


