د طالبانو حکومت د ملالۍ میوندۍ د قبر د ساتنې او بیارغونې ارزونه پیل کړې

0
36

د کندهار د میوند ولسوالۍ هغه تاریخي ځایونه چې د افغان تاریخ له مهمو پېښو سره تړاو لري، د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه تخنیکي پلاوي د ارزونې لاندې راغلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کلتور او هنر معین عبدالرحمن طیبي په مشرۍ پلاوي د میوند د شهیدانو له هدیرې او د ملالۍ میوندۍ له قبر څخه لیدنه کړې ده.

پلاوي د یادو ځایونو د اوسني وضعیت ترڅنګ، د تاریخي ودانیو د ساتنې او بیارغونې اړتیاوې هم ارزولي او د اړوندو چارو لپاره یې لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د سروې پر مهال د تاریخي ابدو د ساتنې او بنسټیزې بیارغونې لومړیتوبونه هم مشخص شوي دي.

د وزارت په خبره، د تخنیکي ارزونې د پایلو له مخې به د ملالۍ میوندۍ د قبر او نورو تاریخي ځایونو د ترمیم او ساتنې لپاره د بیارغونې طرحه جوړه او عملي ګامونه پورته شي.

ملالۍ میوندۍ د ۱۸۸۰ کال د میوند په جګړه کې د افغان ځواکونو د هڅونې له امله د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مشهورو تاریخي څېرو څخه ګڼل کېږي او د هغې قبر په میوند ولسوالۍ کې موقعیت لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ