سعودي عربستان کې د هوايي ډګر او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

0
40

د سعودي عربستان په ختیځ کې پر هوايي ډګر او د تېلو پر تاسیساتو د ډرون بریدونو او د هوايي دفاعي سیستم له لوري د ډرونونو د شنډولو په پېښو کې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د دمام ښار پر ملک فهد نړیوال هوايي ډګر برید کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

چارواکي وایي چې د دغه برید له امله هوایي ډګر ته مالي زیان هم اوښتی دی.

بلخوا، د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، چې د شیبه د تېلو په ساحه کې د ارامکو شرکت پر یوه تاسیسات د ورغلي ډرون له شنډولو وروسته د هغې د پاتې شونو د لوېدو له امله دوه بهرني کارکوونکي، یو فلیپیني او بل نیپالي، وژل شوي او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، دې پېښې د تېلو د ساحې پر فعالیتونو اغېز نه دی کړی.

په همدې حال کې، د سعودي په مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې د دغه هېواد پر ختیځ ولایت او مدینې سیمې د ورغلو څو ډرونونه یې شنډ کړي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ