افغانستان بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه

0
36

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د بنګله‌دېش له لوري ورکړل شوی د ۱۶۱ منډو هدف په ۳۵.۳ اوورونو کې د درېیو وېکټو په زیان پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د افغانستان لپاره رحمت شاه ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، حشمت‌الله شهیدي ۳۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ابراهیم ځدراڼ ۳۴ منډې وکړې.

افغانستان تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه او په دې سره یې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې دویمه پرله‌پسې بریا ترلاسه کړه.
افغان لوبډله به د جمعې پر ورځ د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې له زمبابوې سره مخامخېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ