ټرمپ: له شي جین‌پینګ او پوتین سره درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون ته چمتو یم

0
46

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چمتو دی چې د راتلونکې میاشتې په ترڅ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ټرمپ ویلي، په دې احتمالي غونډه کې به د اټومي وسلو د کنټرول، د اټومي وسلو د کمولو او د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې وشي.

تمه ده دغه لیدنه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه په چین کې د اسیا ـ ارام سمندر د اقتصادي همکاریو د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي، خو تر اوسه یې وروستۍ نېټه او د جوړېدو څرنګوالی نه دي تایید شوي.

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وړاندیز کړی چې له دغې غونډې څخه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره ګټه واخیستل شي.

بل لور ته، چین ویلي چې د دغه هېواد اټومي ځواکونه د امریکا او روسیې له اټومي وړتیاوو سره د پرتلې وړ نه دي؛ له همدې امله، په اوسنیو شرایطو کې د درې‌اړخیزو اټومي خبرو اترو برخه کې د چین شاملول مناسب نه بولي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ