پزشکیان او لاوروف د ایران او روسیې پر اړیکو خبرې کړې دي

0
16

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا او سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه لیدنه د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۷مه، په تهران کې شوې ده.

د ایران د ولسمشرۍ دفتر په وینا، په دې کتنه کې د تهران او مسکو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.

دغه دفتر د خبرو د جزییاتو، د بحث شویو مشخصو موضوعاتو او د احتمالي هوکړو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ