په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیبالله عليخېل ویلي، پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي، خو دا تګلاره ښايي د اسلاماباد د نفوذ د کمېدو لامل شي. نوموړي همداراز د افغانستان په اړه د روسیې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي موخو رڼا اچولې ده.
عليخېل په خپله ایکس پاڼه کې د افغانستان او سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د پاکستان او روسیې ستراتیژۍ ارزولې دي. د هغه په وینا، د پاکستان اوږدمهاله موخه په افغانستان کې له هر سیاسي بدلون وروسته د خپل نفوذ ساتل دي.
نوموړي ویلي، اسلاماباد تمه لرله چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره به په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي، خو کله چې دا تمه پوره نه شوه، د فشارونو سیاست ته یې مخه کړه. د هغه په باور، پاکستان اوس د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات د نړیوالې ترهګرۍ له موضوع سره تړي، څو په نړیوال ډګر کې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره سیاسي زمینه برابره کړي.
عليخېل ویلي، پاکستان د طالبانو د حکومت د نسکورولو پر ځای هڅه کوي د فشارونو او له ځینو مخالفو ډلو سره د اړیکو له لارې د طالبانو پر چلند او پرېکړو اغېز وکړي. هغه خبرداری ورکړی، چې د فشارونو دوام ښايي طالبان له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته وهڅوي او په دې توګه د پاکستان نفوذ نور هم کم شي.
نوموړي د خیبر پښتونخوا امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي، پاکستان ښايي له دغه وضعیت څخه د مرکزي حکومت او پوځ د نفوذ د پراخولو او پر افغانستان د فشارونو د زیاتولو لپاره ګټه واخلي. د هغه په اند، اسلاماباد ښايي خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې هم له افغانستان سره وتړي او د پوځي اقداماتو لپاره ترې د توجیه په توګه کار واخلي.
د روسیې د ستراتیژۍ په اړه عليخېل ویلي، د مسکو سیاست د امنیتي اندېښنو، جیوپولیتیکي نفوذ او اقتصادي اتصال پر محورونو راڅرخي. د هغه په وینا، روسیه د داعش او نورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه لري او غواړي له طالبانو سره د اړیکو او اطلاعاتو د تبادلې له لارې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره همغږي رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې، روسیه د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې د بدلې شوې سیاسي او امنیتي معادلې په پام کې نیولو سره هڅه کوي د افغانستان په تړاو خپل رول پیاوړی کړي او له چین، ایران، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سیمهییزه همغږي پراخه کړي.
د عليخېل په باور، مسکو افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال مهم دهلېز ګڼي او د ترانسافغان رېل پټلۍ په څېر پروژو ته د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په سترګه ګوري. هغه ویلي، د روسیې لپاره امنیتي اندېښنې لومړیتوب لري، په سیمه کې د نفوذ ساتل منځمهاله موخه ده او د افغانستان له لارې د سوداګرۍ پراختیا یې اوږدمهاله ستراتیژي جوړوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په لنډ مهال کې د ښه کېدو وړ نه ښکاري، خو ډیپلوماټیکې لارې ښايي په بشپړه توګه تړل شوې نه وي. د هغه په وینا، د روسیې او پاکستان د دغو ستراتیژیو عملي کول هم له ګڼو سیمهییزو او امنیتي ننګونو سره مخ دي.


