د ماهیرود له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د ترانزیټي توکو لېږد ۹۲ سلنه زیات شوی

0
35

د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې د ماهیرود سرحدي بندر د فعالیتونو د پراختیا راپور ورکړل شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه بندر له لارې د ترانزیټي توکو لېږد ۹۲ سلنه زیات شوی دی.

د ایران د سویلي خراسان ولایت د سړکونو او ترانسپورټ ادارې سرپرست جواد ذاکر ویلي، چې په دې موده کې د ماهیرود بندر له لارې ۸۲۴ زره ټنه ترانزیټي توکي لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو توکو کې تېل، د موټرو پرزې، بوره او درملیز بوټي شامل دي، چې د بندرعباس له لارې ایران ته وارد شوي او اصلي سرچینې یې متحده عربي امارات، اندونیزیا، هند او چین دي.

ذاکر زیاته کړې، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماهیرود بندر له لارې د ۱۱ زره او ۷۴ سفرونو په ترڅ کې ۴۹۴ زره او ۸۵۳ ټنه توکي هم صادر شوي دي؛ دا کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایران د چارواکو په خبره، سمنټ، اوسپنیز توکي، کاشي، سرامیک، تازه مېوې او سبزي د دغه بندر له مهمو صادراتي توکو څخه دي.

ماهیرود بندر د ایران د سویلي خراسان ولایت د سربیشه ولسوالۍ په سیمه کې، د افغانستان پولې ته څېرمه موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي لېږد رالېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ