د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او پاکستان ترمنځ په ځینو سرحدي دروازو کې د تګ راتګ او راکړې ورکړې بهیر د تخنیکي ستونزو او احتیاطي تدابیرو د پلي کولو له امله په موقتي ډول درول شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران رسمي خبري اژانس «ایرنا» ته ویلي، چې د سرحدي تګ راتګ د درولو پرېکړه د ځینو تخنیکي مسایلو له امله شوې او د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې د ستونزې د هواري لپاره له یو بل سره په نږدې اړیکه کې دي.
بقايي زیاته کړې، د ایران او پاکستان چارواکي د وضعیت په اړه سلا مشورې کوي او هڅه کوي چې ستونزه ژر تر ژره حل کړي، څو په سرحدي دروازو کې فعالیتونه بېرته عادي حالت ته وګرځي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سرحدي تګ راتګ او سوداګریزو راکړو ورکړو د بېرته پیل لپاره د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې په ګډه کار کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په تېرو کلونو کې له ایران سره د اقتصادي همکاریو له امله د امریکا تر فشار لاندې پاتې شوی، په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو د نللیکې د جوړولو د پروژې په تړاو.
دغه پروژه، چې د «سولې نللیکې» په نوم هم پېژندل کېږي، څو ځله ځنډېدلې او د تمویل له ستونزو سره مخ شوې ده.


