ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ نوې ویانده کیټي زکریا له دندې ګوښه کړه

0
56

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ نوې مطبوعاتي ویانده، کیټي زکریا، له دندې ګوښه کړې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، زکریا یوازې پنځه ورځې د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي ویاندې په توګه دنده ترسره کړې وه.

راپور وايي، زکریا د اکتوبر په نهمه د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي ویاندې په توګه ټاکل شوې وه او د اکتوبر په ۱۳مه یې خپله لومړنۍ خبري غونډه ترسره کړه.

دغه غونډه شاوخوا ۱۴ دقیقې وه او د رسنیو له لوري له نیوکو سره مخ شوه.

د هغې د دندې په لومړیو ورځو کې د قانوني سابقې په اړه هم پوښتنې راپورته شوې.

زکریا تایید کړې چې د امریکا د وکالت په ازموینه کې بریالۍ شوې نه ده؛ سره له دې، ټرمپ د هغې د ټاکلو پر مهال نوموړې «وکیله» بللې وه.

ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې زکریا ته یې ویلي وو، که دی د هغې پر ځای وای، نو د دې دندې د دوام په اړه به یې بیا فکر کاوه.

هغه وویل چې پر زکریا د رسنیو فشار ډېر سخت و او ښايي نوموړې دې دندې ته اړتیا ونه لري.

تر اوسه د هغې د ګوښه کېدو رسمي دلیل نه دی په ډاګه شوی او د نوي مطبوعاتي ویاند د ټاکلو په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ