د مکې مکرمې په یو جومات کې د «فحاشۍ» په جرم پر دوو بنګله‌دېشیانو د اعدام سزا عملي شوه

0
22

د سعودي چارواکي وایي په مکه مکرمه کې د یوه جومات دننه د «فحاشۍ» په جرم پر یوه بنګله‌دېشي سړي او یوې ښځې د اعدام سزا عملي شوې ده.

د سعودي دولتي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، نذر الاسلام عبدالبصیر او سيتي اختر له نیول کېدو وروسته محکمې ته وړاندې شوي وو.

د وزارت په وینا، محکمې دواړه پر لګېدلو تورونو مجرم پېژندلي او د جرم د جدي‌والي او د جومات د حرمت د نقض له امله یې د مرګ تعزیري سزا ورته اورولې وه.

چارواکي وايي، د استیناف محکمې او سترې محکمې هم لومړنۍ پرېکړه تایید کړې وه او د شاهي فرمان له صادرېدو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۴مه، سزا عملي شوه.

سعودي چارواکو د پېښې د څرنګوالي، د سزا د صادرېدو د وخت او د هغه جومات په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي چې پېښه په کې شوې وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ