د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي، تهران نه غواړي له امریکا سره بې پایانه جګړه او یا اوږده مذاکرات وکړي، خو تر هغه به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي، څو واشنګټن د ایران غوښتنې ومني.
بلخوا، د هرمز تنګي ته څېرمه دوه بېړۍ ډوبې شوې دي.
د راپورونو له مخې، یوه بېړۍ د یوه توغندي له لګېدو وروسته او بله د سمندري ماین له امله ډوبه شوې ده.
د روانو بریدونو له کبله په سیمه کې سمندري تګ راتګ هم ورو شوی دی.
په ورته وخت کې په یمن کې بیا د حوثیانو او یمني ځواکونو ترمنځ په څو جبهو کې درنه جګړه روانه ده.
د یمني پوځ په وینا، په تازه نښتو کې د حوثیانو له ۲۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د طایز په بېلابېلو سیمو کې جګړې لا هم دوام لري.


