ایران: چابهار کې افغانستان ته د ځمکې د اجارې امکان څېړو

0
15

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړي محمدمهدي شهریاري ویلي، امکان لري د چابهار بندر یوه برخه ځمکه افغانستان ته د دوو یا پنځو کلونو لپاره په اجاره ورکړل شي، څو دغه هېواد پرې خپل سوداګریز توکي ټرانزیټ کړي.

شهریاري ټینګار کړی چې د ځمکې د اجارې موخه باید د پانګونې او سوداګرۍ اسانتیا وي او دا موضوع د ایران د خاورې یا حاکمیت د سپارلو په معنا نه ده.

نوموړي ویلي، د پارلمان د ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګنه هم وروسته روښانه کړې چې په چابهار کې د ۱۱۰ هکټاره ځمکې د بېلولو موضوع د پانګونې لپاره ده.

شهریاري د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند سیند د اوبو پر سر د شته اختلاف په اړه هم ویلي، چې د ده په وینا، د افغانستان له لوري د بند جوړېدو له امله د اوبو بهیر بدل شوی او ایران ته د اوبو د حق موضوع اغېزمنه شوې ده.

هغه ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ایران ته د هلمند سیند د اوبو حق نه دی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند او کار کوي او ماشومان یې هلته زده‌کړې کوي.

د نوموړي په وینا، ایران د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د جمهوري نظام پر مهال د سلګونو میلیونو ډالرو د مرستې ژمنې کړې وې او د خواف ـ روزنک ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په څېر پروژو کې یې پانګونه کړې ده.

شهریاري زیاته کړې چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هم ایران له افغانستان سره د اړتیا وړ توکو، سون‌توکو، ګاز، برېښنا او ترانزیټ په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړی دی.

هغه په پای کې ټینګار کړی چې ایران د خپلې خاورې د ساتنې لپاره اوږدې جګړې کړې دي او بل هېواد ته د خپلې خاورې د حاکمیت سپارل د ایران لپاره د منلو وړ نه دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ