د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی او څلور نور کسان د ۲۰۲۳ کال په پېښور کې د «پاکستان راډیو» پر ودانۍ د برید او اور اچولو په قضیه کې د تورنو کسانو په نوملړ کې شامل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي، د پاکستان څارنوالۍ د ویډیوګانو او انځورونو له ارزونې وروسته د دې قضیې تکمیلي دوسیه د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړې ده.

د راپورونو له مخې، په نوې عریضه کې د سهیل افریدي په ګډون پنځه کسان د قضیې له تورنو سره یوځای شوي دي.
د تحریک انصاف مشرانو بیا محکمې ته وړاندې شوې ویډیوګانې او انځورونه تر پوښتنې لاندې راوستي او د هغو اعتبار یې رد کړی دی.

اوس مهال په دې قضیه کې ټول ۷۵ کسان تر محاکمې لاندې دي او د محکمې راتلونکې ناسته د اکتوبر ۲۸مې ته ځنډول شوې ده.


