په ټېسټ لوبه کې د افغان توپ‌وهونکو مقاومت؛ بنګله‌دېش بریا ترلاسه نه‌کړه

0
41

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ لوبه د افغان توپ‌وهونکو د کلک مقاومت له امله مساوي پای ته ورسېده.

پنځه ورځنۍ سیالي چې د اکتوبر پر ۹مه پیل شوې وه، د سې‌شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳مه بې له ګټونکي پای ته ورسېده.

افغانستان د لوبې په وروستۍ ورځ د بنګله‌دېش د بریا د مخنیوي لپاره اوږده او سخته مبارزه وکړه.

افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې جوړې کړې او د سیالې لوبډلې د بریا چانس یې له منځه یووړ.

صدیق‌الله اتل د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو اغېزناک و او ۱۱۱ منډې یې جوړې کړې.

رحمت شاه هم په دواړو پاڼیو کې ۱۰۵ او ۵۱ منډې وکړې، په داسې حال کې چې قیس احمد په دویمه پاڼۍ کې ۴۹ منډې جوړې کړې.

بنګله‌دېش په دواړو پاڼیو کې ۷۱۸ منډې جوړې کړې، خو افغان توپ‌وهونکو د وروستۍ ورځې تر پایه مقاومت وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې د سیالې لوبډلې توپ‌اچوونکي ټول افغان لوبغاړي وسوځوي.

دواړو لوبډلو له پنځه ورځنۍ سختې سیالۍ وروسته د بریا پر ځای په مساوي پایله بسنه وکړه.

افغانستان به اوس د بنګله‌دېش او زیمبابوې پر وړاندې درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالیو ته مخه کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ