روبیو هند او ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر کوي

0
35

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د شنبې په ورځ هند او ازبکستان ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو به په هند کې له لوړپوړو چارواکو سره د سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو، دوه اړخیزو اړیکو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې روبیو به له هند وروسته ازبکستان ته ولاړ شي او هلته به د دغه هېواد له چارواکو سربېره د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغیزستان له استازو سره هم لیدنې ولري.

د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا د هېوادونو له چارواکو سره په لیدنو کې به د سیمې امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعات او د امریکا او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو د پراختیا لارې چارې هم وڅېړل شي.

همدارنګه، له روبیو سره په دې سفر کې د سوداګرۍ د برخې له ۲۰۰ څخه ډېر مشران او استازي هم ملتیا کوي، چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا د واشنګټن د تمرکز څرګندونه کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ