ټرمپ حوثیانو ته: د امریکا له ټاکنو وروسته به درسره حساب وکړم

0
43

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حوثي وسله‌والو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان پر وړاندې د بریدونو له دوام سره به یې چلند بې‌ځوابه پاتې نه شي.

نوموړي ادعا کړې چې حوثیان ښايي د ایران په غوښتنه بېرته خپلو بریدونو ته دوام ورکړی وي او په قصدي توګه هڅه کوي د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه “ټروت سوشیال” کې ویلي، امریکا یو کال مخکې د حوثیانو پر دې ډول چلند، پرې سخت هوايي بریدونه کړي وو، او د دوی په غوښتنه یې عملیات درولي وو.

هغه د ایران اقتصادي او پوځي وضعیت هم تر نیوکې لاندې راوستی او ګواښ یې کړی چې د امریکا له ټاکنو وروسته به له حوثیانو سره حساب وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ