په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت په یوه امنیتي خبرتیا کې ویلي، چې په سعودي کې مېشت امریکايي دولتي کارکوونکي د دغه هېواد له هر هوايي ډګر څخه د استفادې لپاره د ماموریت د مشر ځانګړې اجازې ته اړتیا لري.
د خبرتیا له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې په ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د فعالیتونو ځنډول د اکتوبر تر ۱۷مې غځولي دي.
په ورته وخت کې، په جده کې د ملک عبدالعزیز او په دمام کې د ملک فهد نړیوال هوايي ډګرونه فعال دي، خو ځینې الوتنې یې له ځنډ او لغوه کېدو سره مخ دي.
امریکايي سفارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د هوايي ډګرونو پر وړاندې د احتمالي بریدونو، د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډۍ خطرونه جدي ونیسي.
سفارت همداراز له مسافرو غوښتي چې له هوايي ډګرونو څخه د استفادې پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او د خپلو الوتنو وضعیت له اړوندو هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو سره تایید کړي.


