د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تېلو د تولیدوونکو هېوادونو له ډلې اوپیک پلس په سپټمبر میاشت کې د تېلو تولید د اګست په پرتله هره ورځ شاوخوا ۹۰۰ زره بېرله زیات کړی دی.
اوپیک د سهشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۳مه، په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د اوپیک پلس غړو هېوادونو په سپټمبر میاشت کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۳۹.۰۷ میلیونه بېرله تېل تولید کړي دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان د تېلو د تولید زیاتوالي د اوپیک پلس ډلې په ټولیز تولید کې مهم رول لوبولی دی.

سعودي عربستان اوپیک ته خبر ورکړی، چې په سپټمبر میاشت کې یې د تېلو ورځنی تولید لهج دوه میلیونه بېرلو څخه زیات لوړ کړی دی.
دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د ایران د جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر له خنډونو سره مخ دی.
هرمز تنګی د نړۍ په کچه د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده.
اوپیک په خپل راپور کې د ۲۰۲۷ کال لپاره د تېلو د تقاضا اټکل هم لوړ کړی دی.
د دې ډلې په وینا، د تېلو د زېرمو بیا ډکولو اړتیا د تقاضا د اټکل د لوړولو له لاملونو څخه ده.
اوپیک پلس د تېلو تولیدوونکو هېوادونو یوه ډله ده، چې د اوپیک غړي هېوادونه او د روسیې په ګډون ځینې نور تولیدوونکي هېوادونه پکې شامل دي.


