د طالبانو حکومت د کابل ولایت مقام وايي، د هېواد د اوو زونونو د والیانو دورهيي همغږي غونډه په کابل کې ترسره شوې، چې د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا والیانو پکې ګډون کړی و.
د کابل ولایت مقام په وینا، په دې ناسته کې د امنیت د ټینګښت، سرحدي چارو د تنظیم، د قاچاق او نشهیي توکو د کرکېلې د مخنیوي او د کانونو د قانوني استخراج په اړه بحثونه شوي دي.
همداراز د کاري فرصتونو رامنځته کول، د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ښه والی او د حوزوي روغتونونو پیاوړتیا هم د غونډې د بحث مهم موضوعات وو.
د کابل ولایت مقام زیاتوي، د خوړو او درملو د کیفیت د ارزونې لپاره د لابراتوارونو پر جوړولو هم خبرې شوې او د مطرح شویو موضوعاتو په تړاو د عملي ګامونو او پرېکړو په اړه هوکړې شوې دي.


