خلیلزاد: په خیبر پښتونخوا کې د منتخب حکومت نسکورول به ناوړه پایلې ولري

0
40

د افغان سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د منتخب حکومت نسکورول به ناامني زیاته او د خلکو نارضایتي پیاوړې کړي.

خلیلزاد په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي، دغه اقدام به د پاکستاني طالبانو (TTP) د فعالیتونو او جلب‌وجذب لپاره زمینه برابره کړي، بېلتون‌پالنې ته به زور ورکړي او په لوېدیځ کې به د پاکستان نړیوال اعتبار ته نور زیان ورسوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ