د امریکا فدرالي چارواکو د دوشنبې په سهار شاوخوا ۶ بجې د کانګرس د ډیموکراټ ګوند د غړې الهان عمر کور تلاشي کړی دی.
په دې عملیاتو کې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د عدلیې وزارت ښکېل دي.
د عدلیې وزارت ویلي، چې د محکمې په رسمي اجازه کور تلاشي شوی، خو د څېړنې د لاملونو او نورو جزیاتو په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.


