د طالبانو حکومت: سعودي عربستان کې پر هوایي ډګرونو بریدونو خواشیني کړي یو

0
35

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په ریاض کې د هوايي ډګرونو په نښه کولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب ته باید پام وشي.

وزارت په خپله خبرپاڼه کې د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر د وروستیو بریدونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي دوام د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو لامل کېدای شي.

د وزارت په وینا، د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لازم اقدامات وشي او ښکېل لوري دې له زغم څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان وه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ