عارف علوي: یوازې د خیبر پښتونخوا خلک د خپل حکومت د لرې کولو حق لري

0
46

د پاکستان پخواني ولسمشر او د تحریک انصاف ګوند غړي عارف علوي په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان او د ایالتي حکومت د ځنډولو پرېکړه غندلې او دا یې د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ بللی دی.

علوي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې په اسلام‌اباد کې غیرمنتخب حکومت هڅه کوي د خیبر پښتونخوا سیاسي واک تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د نوموړي په وینا، یوازې د خیبر پښتونخوا خلک د خپل منتخب حکومت د لرې کولو حق لري.

هغه ادعا کړې چې د روان سیاسي بحران اصلي موضوع له پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره لیدنه ده.

هغه ویلي، هڅې کېږي چې د عمران خان پیغام خلکو ته ونه رسېږي او شخصي دښمني د پاکستان د لا بې‌ثباتۍ لامل کېږي.

علوي همدارنګه د تحریک انصاف د منتخب استازو د نیولو، تښتولو او له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو او د سیاسي فعالانو پر وړاندې د فشارونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي په بلوچستان او کشمیر کې د سوله‌ییزو لاریونونو د ځپلو موضوع ته په اشارې ویلي، د زور کارولو دغه لړۍ اوس خیبر پښتونخوا ته هم غځول کېږي.

هغه ټینګار کړی چې عمران خان د تاوتریخوالي مخالف دی او د تحریک انصاف ګوند به خپلې سیاسي مبارزې ته د اساسي قانون او سوله‌ییزو لارو له مخې دوام ورکړي.

علوي زیاته کړې چې د حکومت له اقداماتو سره سره به د تحریک انصاف ګوند او پلویان یې له خپلې مبارزې لاس وانخلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ