په نړۍوال بازار کې د خامو تېلو بیې د روسیې د تېلو او ډیزلو د عرضې د زیاتېدو د تمو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو د احتمالي هوکړې له امله راټیټې شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د برېنټ خامو تېلو بیه ۱.۴۷ سلنه راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۳.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
همدارنګه، د امریکا د WTI تېلو بیه ۱.۶۸ سلنه کمه شوې او په هر بېرل کې ۹۰.۳۱ ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیه به د ډیزلو عرضه زیاته کړي.
د دې کار له امله تمه ده چې په بازار کې د تېلو او ډیزلو عرضه زیاته او بیې راکمې شي.
خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو د هوکړې جزئیات لا بشپړ روښانه نه دي.


