پښتین: د ګورنر واکمني به د پښتنو ملي شعور او د خپلواکۍ غوښتنه پیاوړې کړي

0
50

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خیبر پښتونخوا د بېړني حالت او ګورنر واکمنۍ د تحمیلولو مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د دې پرېکړې موخه د پوځي واکمنۍ ټینګول دي.

منظور پښتین په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د بېړني حالت او ګورنر واکمنۍ د تحمیلولو لپاره د ترهګرۍ پلمه کارول کېږي.

نوموړي د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهېل افرېدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نورو مشرانو او فعالانو نیونې هم غندلې دي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې خیبر پښتونخوا د خپلو پوځي او سیاسي تګلارو د ازمېښت لپاره د یوې تجربوي سیمې په توګه کارولې ده.

منظور پښتین ویلي، چې په پاکستان کې د ولسواکۍ، ټاکنو، پارلمان او د اساسي قانون د واکمنۍ په اړه ادعاوې له واقعیتونو سره سمون نه لري او په دغه هېواد کې له پیله تر اوسه پوځي جنرالان واکمن پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې پښتنو په تېرو اتیا کلونو کې بېلابېلې لارې ازمویلې دي، خو د ده په اند، د ستونزو د حل لپاره باید د خپلواکۍ پر لور فکر او مبارزه وشي.

پښتین همداراز ویلي، چې که څه هم د بېړني حالت او ګورنر واکمنۍ له امله ښايي د خلکو ستونزې زیاتې شي، خو د ده په باور، دا ډول فشارونه به د پښتنو ملي شعور پیاوړی او د خپلواکۍ غوښتنې ته به یې وهڅوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ