په جمهوري نظام کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي، چې په وروستیو وختونو کې پاکستان ته د طالبانو د مخالفو جریانونو سفرونه زیات شوي او اسلام اباد هڅه کوي دغه سفرونه پخپله ګټه وڅرخوي.
معنوي پخپلې یوې تازه ليکنې کې دغه راز ادعا کړې، چې د طالبانو حکومت هغو مخالفینو هم پاکستان ته مخه کړې او د سیاسي – ډيپلماټیک بهیر تر لاندې فعالیت کوي چې کلونه یې له اسلام اباد سره اړیکې سړې وې.
د جمهوري نظام دغه پخواني وزیر په ورته وخت کې پاکستان ته د سیاسي څېرو سفرونه او د کابل – اسلام اباد خرابې اړیکې اندېښمنوونکې بللي، چې په وینا یې افغانستان ښايي یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د زبر ځواکونو د لوبو په میدان بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ورستیو اوونیو کې طالبانو په بدخشان او نورستان ولایتونو کې د جګړو پر مهال ځینې کسان نیولي او هغوی منلې ده، چې یو شمېر جبهاتو ته پاکستان د فعالیت زمینه برابره کړې او د لوجسټیکي همکاریو له لارې یې افغانستان ته د جګړې لپاره لېږي؛ هغه موضوع چې د طالبانو مخالف جریانونه یې ردوي او ټینګار کوي چې نظامي خوځښتونه یې خپلواک او د هېواد د بقا لپاره دي.


