د امریکا سفارت وایي چې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر بریدونه شوي او له امریکایي وګړو یې غوښتي چې هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي.

سفارت په یوې خبرتیا کې د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډۍ د احتمال خبرداری هم ورکړی او مسافرو ته یې سپارښتنه کړې چې د الوتنو وضعیت له هوايي شرکتونو او هوايي ډګر سره تایید کړي.


