افغانه فرشته امیري د سکاټلنډ د ادینبرا ښاروالۍ شورا ټاکنو ته نومانده شوه

0
58

فرشته امیري، چې په سکاټلنډ کې مېشته افغانه ده، د لیبرال ډیموکرات ګوند له لوري د ادینبرا ښاروالۍ شورا د راتلونکي کال ټاکنو ته نومانده شوې ده.

امیري نن رسنیو ته ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په سکاټلنډ کې ژوند کوي او د لیبرال ډیموکرات ګوند له لوري د راتلونکي کال د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته نومانده شوې ده.

فرشتې امیري ویلي، په افغانستان کې د کابل طبي پوهنتون محصله وه، خو د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته له زده‌کړو څخه پاتې شوه.

نوموړې اوس په سکاټلنډ کې د ټولنپوهنې په څانګه کې زده‌کړې کوي او د انګلیسي ژبې د ښوونکې په توګه هم فعالیت لري.

د امیري نوماندي په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم د زده‌کړو او ټولنیز مشارکت په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ