د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ د رواني ستونزو په اړه د پوهاوي د لوړولو ټینګار

0
57

د اکتوبر ۱۰مه د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې موخه یې د رواني روغتیا د ارزښت، رواني ستونزو او د دغو ستونزو د مخنیوي او درملنې په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول دي.

د دې ورځې په مناسبت هڅه کېږي چې د رواني روغتیا موضوع له ټولنیز پلوه لا جدي وبلل شي او هغه کسان چې له رواني ستونزو سره مخ دي، د ملاتړ او اړینو روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو بې برخې نه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د رواني روغتیا نړیواله ورځ د دې برخې فعالو بنسټونو او اړوندو ادارو ته زمینه برابروي، څو خپلې تجربې او فعالیتونه شریک کړي او د رواني روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره پر عملي لارو چارو بحث وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې رواني روغتیا د انسان د عمومي روغتیا مهمه برخه ده او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د پراخولو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ