د هند پر حکومت د ایلن ماسک نیوکه؛ امباني یې د انحصار او د انټرنېټ د بازار د کنټرول په ساتلو تورن کړ

0
36

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلن ماسک د هند د انټرنېټ بازار ته د «سټارلېنک» د ننوتلو پر سر د اختلاف په دوام، د هند پر سوداګریزو انحصارونو نیوکه کړې او له لومړي وزیر سره یې په طنزیه ژبه مخاطب شوی دی.

ماسک په یوه ټویټ کې د هند لومړي وزیر ته د «امباني» په خطاب کولو سره په طنزیه ډول لیکلي، چې بښنه غواړي، ځکه نه پوهېده چې د هند اصلي واکمن امباني دی.

هغه د هند پر سوداګریزو انحصارونو نیوکه کړې او له اړوندو چارواکو یې غوښتي چې سټارلېنک ته د سیالۍ اجازه ورکړي.

ماسک ادعا کړې، چې د سټارلېنک فعالیت کولی شي د هند هغو سیمو ته انټرنېټ ورسوي چې له دې خدمت څخه بې‌برخې دي، د ماشومانو د زده‌کړو او د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا زمینه برابره کړي او د طبیعي پېښو پر مهال د مخابراتي اړیکو په ساتلو کې مرسته وکړي.

د ماسک څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سټارلېنک غواړي د هند په پراخ مخابراتي بازار کې خپل فعالیت پیل کړي؛ خو د دې ټویټ طنزیه ژبه او پر انحصارونو نیوکه د سوداګریزې سیالۍ تر څنګ د هند د بازار د کنټرول پر سر د اختلاف اړخ هم څرګندوي.

مکیش امباني د هند مخکښ او مشهور سوداګر دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ