خلیلزاد: د ابوحنیفه نندارتون د سوداګرۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ په پیاوړتیا کې مثبت ګام دی

0
52

په کابل کې د ابوحنیفه نندارتون جوړېدل د هېواد د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره یو مثبت ګام بلل شوی دی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دغه نندارتون کولای شي د افغانستان، د سیمې هېوادونو او له سیمې هاخوا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او پرمختګ په وده کې مهم رول ولوبوي.

ازبکستان، ترکیه، ترکمنستان، قزاقستان او تاجکستان هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم فرصتونه لري.

د دې ډول نندارتونونو دوام کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له سیمه‌ییزو بازارونو سره د هېواد د نښلېدو لپاره نوې لارې پرانیزي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ