سرچینه: The Economist
د برېتانیا مشهورې اقتصادي او سیاسي خپرونې The Economist په پاکستان کې د واک پر سر روانو سیاسي لانجو او د پوځ د مشر د سیاسي نفوذ موضوع ته پام اړولی دی.
د مقالې د سرلیک له مخې، په پاکستان کې د واک د پراخولو یوه لانجمنه هڅه روانه ده او د پوځ مشر، چې لیکوال یې په عملي توګه د واکمن په توګه انځوروي، غواړي د هېواد سیاسي نقشه له سره بدله کړي.
ایکانومېسټ داسې مهال د پاکستان د پوځ د واکمنېدو له لانجمنې هڅې پرده پورته کوي چې په پاکستان کې د پوځ مشر عاصم منیر عملا د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو قوماندان ټاکل شوی او تر ۲۰۳۰ م کال پورې یې دنده خوندې شوې ده. خو هغه څه چې په قانون کې نشته هغه د پوځ له خوا د دغه هېواد په سیاست کې ښکېلېدل دي. لومړی وزیر او ملکي حکومت د پوځ په خوښه واک ته رسېږي لکه عمران خان یې چې له چوکۍ کوز او زنداني کړ او شهباز شریف یې واک ته ورساوه.

بله خبره چې په قانون کې نشته هغه د پوځ له خوا د یو شمېر هېوادونو بهرني سیاستونه ټاکل دی، د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنی سیاست هم پوځ ټاکي. اوس هم چې په افغانستان کوم هوايي برېدونه کېږي ملکي حکومت ترې نه خبرېږي او پرېکړه یې د پوځ حاکمه کړۍ کوي.
د عمران خان د پلویانو اعتراضونه، د اسلاماباد د لارو تړل او د حکومت امنیتي تدابیر د پاکستان د سیاسي کړکېچ د ژورتیا څرګندونه کوي.

دا وضعیت د پوځ د سیاسي رول، د ملکي حکومت د واک او د سیاسي مخالفانو د حقونو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.
د پاکستان د سیاسي راتلونکي اساسي پوښتنه دا ده: ایا د هېواد سیاسي برخلیک به د ولس د رایو او ملکي بنسټونو له لارې ټاکل کېږي، که به د پوځ پراخ نفوذ د سیاست پر بهیر اغېز ته دوام ورکوي؟

