ټرمپ: د امریکا د منځنیو ټاکنو تر مخه پر ایران برید نه کوو

0
51

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا له ایران سره ګټورې خبرې کوي او د امریکا د کانګرس د منځنیو ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې به پر ایران بل برید ونه کړي.

ټرمپ په خپله ټروت سوشل پاڼه کې لیکلي، چې امریکا له ایران سره رغنده او ګټورې خبرې لري.

هغه زیاته کړې، چې پر ایراني بندرونو د امریکا بندیز لا هم پر خپل ځای دی او د هرمز له تنګي څخه د تېلو لېږد روان دی.

ټرمپ ویلي: «موږ به د نومبر په درېیمه په متحده ایالاتو کې د منځنیو ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې هېڅ وخت پر ایران برید ونه کړو.»

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ