د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت هغه راپور رد کړی چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک په یمن کې د حوثیانو پر ضد په بریدونو کې ښکېل دی.
دغه وزارت د نیویارک ټایمز راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی او ویلي یې دي چې پاکستاني هوايي ځواکونه په دغو بریدونو کې برخه نه لري او نه غواړي برخه واخلي.


