بریتانیا پر روسیې د تېلو، بېړۍ او پوځي اکمالاتو پراخ بندیزونه ولګول

0
41

د بریتانیا حکومت د روسیې پر وړاندې د بندیزونو نوې بسته اعلان کړه چې ۳۸ دولتي کسان او ادارې پکې شاملې دي.

په بندیزونو کې دوه روسي د تېلو شرکتونه، ۱۲ د روسیې د «سیوري بېړۍ» ټانکرونه، درې کریپټو تبادلې او دوه د تادیاتو پلاتفورمونه شامل دي.

بریتانیا وايي، دغه اقدامات د روسیې د تېلو عوایدو، د بندیزونو د مالي مخنیوي لارو او هغو شرکتونو پر وړاندې دي چې روسیې ته د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید لپاره مهم تجهیزات او توکي برابروي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، له نویو بندیزونو سره د روسیې د تېلو د تولید له ظرفیت څخه د بندیزونو پوښښ تر ۹۰ سلنې ډېر شوی او د بندیزونو لاندې د روسیې د «سیوري بېړیو» شمېر له ۶۰۰ اوښتی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ