په ترکیه کې د امریکا سفیر ټام بارک د سوریې له بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني سره د لیدنې په اړه ویلي چې سوریه د منځني ختیځ د کړکېچونو په حل او د سیمهییزو ګواښونو په کمولو کې مهم رول لري.
هغه د سیمې اوسنی وضعیت د «روبیک کیوب» له معما سره تشبیه کړی او ویلي یې دي چې تاریخ سیمې ته د خپلو برخو د بیا تنظیمولو یو نادر فرصت برابر کړی دی.


