د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، پاکستاني جنګي جیټ الوتکې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن پر حوثي ځواکونو د هوايي بریدونو لپاره کارول کېږي.
راپور زیاتوي چې شاوخوا ۸ زره پاکستاني سرتېري په سعودي کې مېشت دي، خو تر اوسه په ځمکنیو عملیاتو کې د دوی د ګډون خبر نه دی ورکړل شوی.


