د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تېرېدو له زیاتېدونکو خطرونو سره هممهاله، د بېړیو د کپتانانو او عملې د معاشونو کچه هم په بېساري ډول لوړه شوې ده.
راپور وايي، ځینې د بېړیو کپتانان اوس د هرمز تنګي له لارې د سفر لپاره په میاشت کې تر ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو پورې معاش ترلاسه کوي.

د راپور له مخې، د بېړیو عادي کارکوونکو ته هم د خطر له امله ځانګړې اضافي پیسې ورکول کېږي چې په ځینو مواردو کې د هغوی د عادي معاش شپږ برابره کېږي.
دا اضافي پیسې د خطر معاش په نوم ورکول کېږي او موخه یې دا ده چې د بېړۍ عمله د هغو سمندري لارو له کار کولو سره موافق شي چې د امنیتي ګواښونو کچه پکې لوړه شوې ده.

د بار وړلو د صنعت یوه اجرائیوي چارواکي ویلي، د لوړو معاشونو ورکول د سمندري بار وړلو صنعت لپاره نوی واقعیت ګرځېدلی دی.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د خلیج هېوادونو د تېلو او ګازو د صادراتو یوه لویه برخه ترې تېرېږي.


