فرانسې د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو د پیل خبر ورکړی

0
32
Signature: EPVlw36Y+8JZQEnGmsYttf90m07JWvdJKYEEH5KsQbbu5u7QFsiE6/i2bSKURNYfwQtpKfiGfyphbdR/GwGf2TmhPW9CjdZX+hPvDnB6HF7iA7X+uV95jOiXnyYDCyvGGWFKYNYzZnZlgkFrGWoI7W7eNLK/gUlLJP4yk+mGQX3NJtnt2fOREybEXMqXkGpyXPEaw+cuJF8AdQVr+scaTi9C+5Pkxi9/JoyhcNmV9PGM7TdS+sAS3j1iNwzE3mqzrHJ5QkaWEW/XTdUU9z2oW+gA2jT3NdiiAPPaKbX1qkdstH2ozmhjwmVQ7cWiOc7QDImG5N3ahmAo6vX+gTegAmz06qF8BEPkgldhHihffaYk5RiVS5ahFQDD70EVj6guNUZE+rqvptmmUG4rpRPdrJJKEfE25Xroopiqn4o4uc02nASOnNV3xEmsv5GvL8tpaPpV2EDNs8Mbh9Gc2m6I1jCieLrAOQB/HVjeygnzJkS1Q1hqaqxIQ8Snubq635olKVjmO+egK54H61szKwWRSIbIUol+pyZmnaGMYFH2APLgOT9fiQ5jB9lLQjS6anIqQH09TFHvZTMUJy4HOjN28L/H49EcZmO2bD2JZuz10j2mBsVAtfsvP5Lqc84T1uw5MnHfEfQJyz/CnSTLPLmqeBedz6nRmvXXhy6TEBJhMeSBz2h7h1GAKJYY4/+4lTZGWWbzZ+0RAKNukxznJEXl4luWONha/G/lKbz9wrUrH49cBl0/xG6pT5e/qKe8hDVTw+Rd3LegzRTrjGwmCqkpuHWDwLPMwDkQrPmS5mbVDfqj4dFwXJXiAY/9RRlgwiuPad9K1OHA9+pDa5P/ifhcQa2OUk0Jukgfv6caxi3/RJlv2dfv5+gZKQELsrE7aVfDZ8irRKj4pFCmsxEC6XvyoDAS9yeOfEoQ0eOESrGC5JnJnouTkoKWjy0HoyRo9HIzP5s3MdFlrOC7VHy+zNVid1Fo0hBOSAW9MOCrfVumdJU=

د فرانسې خبري اژانس اې‌اېف‌پي د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې پاریس د طالبانو له حکومت سره د هغو افغان وګړو د مستقیم بېرته ستنولو د اسانتیا لپاره تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په فرانسه کې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

د راپور له مخې، په دې بهیر کې هغه افغان وګړي هم شاملېدای شي چې د فرانسې له نظره د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

یاده ډیپلوماتیکه سرچینه وايي، د طالبانو له حکومت سره د فرانسې د دغو خبرو پیل د افغانستان په اړه د پاریس د دریځ د بدلون په معنا نه دی.

اې‌اېف‌پي زیاته کړې چې د دغو خبرو په پایله کې ښايي سلګونه افغان وګړي افغانستان ته د بېرته ستنولو له بهیر سره مخ شي.

تر اوسه د فرانسې حکومت او د طالبانو حکومت د دغو تخنیکي خبرو د جزییاتو او د احتمالي بېرته ستنول کېدونکو افغانانو د شمېر په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ